د ايران څخه له اوه سوو زيات  افغان  مهاجر په يوه ورځ کې په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي

anwari_morr

د ايران څخه  ۷۹۶ تنه افغان مهاجر دليندۍ  په  ۱۸ مه دهرات د اسلام قلعې له لاري هېواد ته راستانه شوي. 
د اسلام قلعې  د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۹۲تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.
همدارنګه ۱۳کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۸ نورو کورنيو ته چې ۱۴ تنه کېدل، په وړيا توګه يو يو سيمکارټ په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.
دغه راز ۲۹۶ تنه نور له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي.