د فاریاب ولایت والي د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۸:۳۹
-

د فاریاب ولایت والي مولوي شعیب رسالت، ددغه ولایت د استخباراتو رئیس او امنیه قمندان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې فاریاب ولایت ته د راستنو شوو مهاجرینو په ستونزو، ځای پرځای کېدنې او لومړنیو مرستو رسولو په تړاو خبرې وشوې
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، هڅه کوو فاریاب ولایت لا ډېرې مرستې جلب کړو

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال ښاغلي اندریکا راتویته سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو له امله د مخې ښې ناسته وکړه

په دې ناسته کې له ښاغلي اندریکا راتویته سره په افغانستان کې د یونېسف مشر ډاکټر تاج الدین ایوال، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال او د افغانستان لپاره د کډوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د پاکستان د بریدونو له امله له تازه بېځایه شویو سره د مرستې په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ په یاد وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا متر بولي او د دغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۳
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو تعلیمي مرکز موسسې ترمنځ د۴۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به دغه پیسې په بلخ کې ۳۰۰ کورنیو. . .

بېرته خبرونه ته