په يوشمېر ولايتونو کې سلګونه کورنيو سره مرستې وشوې
۶۵۲ اجباري راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو سره دليندۍ په ۱۵مه په لوګر، سرپل، بغلان او کاپيسا ولايتونو کې د همکارو بنسټونو له لوري د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې و شوې.
په يادو مرستو کې، لوګر کې ۳۷۲ کورنيو ته ۱۴ زره او ۸۰۰ افغانۍ، دري کمپلې او يوه د ژمني پوښاک کڅوړه چې ۱۸ قلمه توکي په کې شامل وو د مهاجرينو د نړۍ وال سازمان له لوري؛په سرپل ولايت کې ۱۷۴ کورنيو ته ، حيواناتو ته د خوراکي موادو ۴ بوجۍ؛ په بغلان ولايت کې ۱۰۱ کورنيو ته يوه بخارۍ له اړونده وسايلو سره او په کاپيسا ولايت کې ۵ کورنيو ته د کورنۍ باغچې(شنې خونې) په موخه ۷۸ قلمه د اړتيا وړ شيان ددې ولايت د مهاجرينو ادارې تر څار لاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري ووېشل شول.