د پاکستان څخه سلګونه افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست  د ليندۍ په۱۴مه له پاکستان څخه  د ۵۷۲ تنه  اجباري راستنېدونکو د راستنېدو خبرورکړ.

د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۲۴ کورنۍ، چې ۵۷۲تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.