سمنګان کې سل کورنيو ته شېدې لرونکې وزې ووېشل شوې

په سمنګان ولايت کې ۱۰۰ مستحقو او اړمنو کورنيو ته د ليندۍ په ۱۳ مه شېدې لرونکې وزې ووېشل شوې.
ددې ولايت د مهاجرينو چارو د آمريت د آمر په خبره چې يادې کورنۍ پېنځه مياشتې مخکې له دې آمريت سره په همغږۍ د معيار سره سمې سروې او په نښه شوې وې چې هرې کورنۍ ته ۳ سره وزې له خوراکي موادو سره يو ځاي د راه های مبتنی بر جامعه مؤسسې له لوري ووېشل شوې.