بلخ ولايت کې دکمال نبي زاده بنسټ د راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدنې په موخه د شل زره ډالرو مرسته وکړه

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدنې په موخه دليندۍ په ۱۳ مه د کمال نبي زاده خيريه بنسټ له لوري د ۲۰ زره ډالرو او ۲۱ کمپلو د مرستو خبر ورکړ. 
ددې ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره چې يادې روپۍ ددې بنسټ د مسؤل له لوري د بلخ ولايت دبېړنيوحا لاتو د کمېټې مسؤلينو ته وسپارل شوې.
د بلخ ولايت د بېړنيو حالاتو د کمېټې مسؤلينو له ياد شرکت نه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه ټولې پيسې به په مساوي او شفاف ډول اجباري راستنېدونکو ته ووېشل شي.
د يو بل خبر له مخې د بلخ ولايت په لسمه او يوولسمه ناحيه کې ۷ اجباري راستنېدونکو کورنيو ته د اکټيد مؤسسې په مالي مرسته ۲۰ زره او ۹۸۴ افغانۍ ووېشل شوې.