د  پاکستان څخه له زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

يو زرو۳۷۴ تنه افغان مهاجرد ليندۍ په ۱۳ مه د تورخم او سپين بولدک له لاري هېواد ته راستانه شوي.
د کندهار ولايت دسپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۶۷کورنۍ، چې  ۹۶۲  تنه کېږي له دې لاري په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچېنې زياته کړه  چې  يادې کورنۍ دسپين بولدک په سرحدي آمريت کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمريت د معلوماتو په اساس ۸۳کورنۍ، چې ۴۱۲ تنه کېږي له دې لاري په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. 
دتورخم د سرحدي آمر په خبره چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.