جوزجان کې شپږ دېرش کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

anwari_morr
-

د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دې ولايت کې ۳۶  اجباري راستنېدونکو کورنيو ته دليندۍ په ۱۱ مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
په دغه مرستو کې هرې کورنۍ ته ۷ قلمه خوراکي توکي دمهربان خيريه بنسټ له لوري د مهاجرينو ادارې د استازي په شتون کې ووېشل شول.
د يو بل خبر له مخې د جوزجان ولايت اړوند د شبرغان ښار په بېلا بېلو سیمو کې ۱۳۶ مېرمنو ته چې له وړاندې ور ته د وړيو اوبدلو ماشېنونه ورکول شوي وو د ملګرو ملتونو د نړۍوال سازمان په مالي مرسته ورته يوه بېټرۍ او يو کنټرولر ووېشل شول.