د  پاکستان څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

يو زرو او ۷۲۳ تنه افغان مهاجر د ليندۍ په ۱۱ مه د تورخم او سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۹۲ کورنۍ، چې  ۹۹۴  تنه کېږي  او ۳۶ تنه نور بنديان چې د پاکستان له زندانونو څخه آزاد شوي وو  له دې لارې هېواد ته په جبري توګه  راستانه شوي دي.
سرچېنې زياته کړه  چې  يادې کورنۍ دسپين بولدک په سرحدي آمريت کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه ۷ بې سرپرسته  راستنېدونکي ماشومان يې MPOمؤسسې ته ورپېژندلي دي.
د يو بل خبر له مخې د د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمريت د معلوماتو په اساس  ۱۴۲ کورنۍ، چې  ۶۹۳  تنه کېږي له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. 
دتورخم د سرحدي آمر په خبره چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور پېژندل شوي دي.