په يو شمېر ولايتونو کې له پنځه زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
۵ زره او ۷۱۰ اجباري راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو سره د ليندۍ له ۴ تر ۹ مې نېټې پورې په ۱۶ ولايتونو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لوري مرستې شوې.
يادې کورنۍ، چې په هرات، ننگرهار، سرپل، ارزگان، کندز، بلخ، بغلان، سمنگان، جوزجان، لغمان، بدخشان، کاپيسا، فراه، پنجشير، ميددان وردک او بادغيس ولايتونو کې بې ځايه شوې وې د اړوندو ولايتونو د مهاجرينو ادارو او يو شمېر همکارو بنسټونو له لوري ورته نغدې پیسې، د خوړو او روغتيايي کڅوړې، شېدې لرونکي وزې، ژمنۍ البسه او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.