لغمان کې ۹۶ تنو  سره مرستې وشوې

anwari_morr

لغمان کې ۹۶ تنه  راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د ليندۍ په ۸مه نغدي مرستې او د پوښاک ژمنۍ کڅوړې ووېشل شوې.
 ياد کسان، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحق په نښه شوي وو له جملې یې ۴۷ تنو ته ۸ زره او ۵ سوه افغانۍ او ۴۹ ماشومانو ته د پوښاک ژمنۍ کڅوړې د هايسو مؤسسې په مالي مرسته ووېشل شوې.