په يو شمېر ولايتونو کې له دوو  زرو  زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr

 له پاکستان څخه ۲ زره او ۷۶ اجباري  راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو  سره په ميدان وردک، سرپل، جوزجان او  سمنگان ولايتونو کې  د ليندۍ په ۹ مه د نغدي، خوراکي او غير خوراکي تو کو  مرستې ووېشل  شوې.
د يادو  مرستو له جملې په ميدان وردک ولايت کې ۱ زرو  او ۹۱۸ کورنيو ته ۵ زره ۳ سوه افغانۍ د پن مؤسسې له لوري، سمنګان ولايت  کې ۱۱۰ کورنيو ته ۳ قلمه خوراکي توکي، روغتيايې او د پوښاک  کڅوړې او د پخلنځي وسايل د دې ولايت د جلب او جذب ادارې له لوري، په جوزجان ولايت کې ۵۲ کورنيو  ته ۱ پايه بخارۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې  له لوري او په سرپل ولايت کې ۴۶ نورو کورنيو ته ۲ کمپلې او ۱ د ژمني پوښاک کڅوړه د صدا ښوونيز انسټيټيوت له لوري او  درې وخته پاخه شوي خواړه د دې ولايت د همغږۍ کمېټې له لوري د مهاجرينو ادارې تر څارنې لاندې ووېشل شوې.
همدارنګه په سرپل ولايت کې د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدنې او همغږۍ کمېټې په لنډ مهاله کمپ کې ۱۵ مېشتې کورنۍ په مرکزي سيمو او صياد ولسوالۍ کې خپلو اصلي ځايونو ته ليږدولي دي.