لغمان کې ۲۹۷ کورنۍ د لمريزې برېښنا له وسايلو څخه برخمنې شوې
![-](/sites/default/files/2023-11/%D9%84%D8%BA%D9%85%D8%A7%D9%861_2.jpg)
په لغمان ولايت کې ۲۹۷ بې ځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د ليندۍ په ۷ مه د لمريزې برېښنا وسايل اوبخارۍ ووېشل شول. په دغه مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ بخارۍ، ۲ سولري تختې، ۲ بيټرۍ ،۱ کنټرولر او د انتقال په موخه يې ۲ زره او ۶۵۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري ووېشل شوې.