جوزجان  کې له  دوه سوو زياتو  کورنيو  سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د جوزجان  ولايت د  مهاجرينو چارو  رياست  په دغه ولايت کې ۲۳۰ اجباري  راستنېدونکو  کورنيو ته  د ليندۍ  په ۵ مه  د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.

يادې مرستې چې پکې ۶ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي شامل وو، د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې  او د کليو د پراختيا او بيا رغونې  ادارو  په  مالي  مرسته د مهاجرينو ادارې تر څار لاندې  په مرديان، فيض اباد، اقچه، خانقاه او منګجيک ولسواليو کې ووېشل شوې.