په قندهار ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

دکندهار ولايت د مهاجرینو چارو رياست د لړم په ٢٦مه د دغه ولايت د سپين بولدک په فرضي کرښه کې له پاکستان څخه په جبري توګه ٥٠٠ راستنو شويو کورنيو ته د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړی دی.
د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري هرې کورنۍ ته ۷ قلمه خوراکي توکي د کندهار د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې وېشل شوي دي.