په لغمان ولایت کې له ۲۱ کورنیو سره مرسته وشوه
د لړم په ۲۶مه په لغمان ولایت کې په ۲۱ اړمنو راستنو شویو کورنیو نغدي او غیر خوراکي مرستې وویشل شوې.
يادې شوې کورنۍ چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه راستنې شوې او د سرخکان موقتي کمپ ته تللې وې، د احساس خيريه بنسټ له لوري ور سره د ٢٥٠٠ افغانيو، ژمنيو جامو او د کور وسایلو مرسته وشوه.