فراه کې بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د (UNHCR) موسسې له لورې د فراه ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱ بېځايه شوو کورنيو سره د غيرې خوراکي موادومرسته ترسره شوه.
يادې کورنۍ چې د د جګړو له امله د پشترود ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې په ورځ د غويي په ۲۵ مه هرې کورنۍ سره د کمپلو، ترپال، ګازډبې، سطل او د پخلنځي وسايلو مرسته ترسره شوه.