د پاکستان څخه له ۴ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د قندهار ولايت د سپين بولدک او د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې له پاکستان څخه  د لړم په ۲۴ مه  ۴ زره او ۸۲۹ تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت  د معلوماتو پر بنسټ  ۶۱۷ کورنۍ، چې ۳زره او ۳۵۹ تنه کېږي او ۵۸ تنه نور له بند څخه ازاد شوي افغانانان له دې لارې هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي او د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.

سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.

همدارنګه ۲۳تنه بې سرپرسته ماشومان د MPO مؤسسې ته ور وپېژندل شول.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ  ۳۴۳ کورنۍ، چې يو  زرو او ۴۱۲ تنه اجباري راستنېدونکي کېږي د تورخم له لارې له پاکستان څخه  هېواد ته راستانه  شوي.

سرچينې زياتوي، چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې د نورو مرستوو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور پېژندل شوي دي.