باميانو کې له ۴۰۰ زياتو کورنيو سره د کار په مقابل کې پیسې ورکړل شوې

anwari_morr
-

د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۴۷۷ کار کوونکو ته د لړم په ۲۴مه د کار په مقابل کې د پیسو د وېش خبر ورکړ.

د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو پربنسټ ياد کسان د کار په مقابل کې د پيسو د ورکړې په برنامه کې د ياد ولايت د يکه لونګ ولسوالۍ د لارو د ترميم له پاره انتخاب شوي وو، چې هر يوه ته يې د اکشن ايډ مؤسسې په مالي مرسته  د يوې مياشتې کار په مقابل کې ۸ زره او ۸۲۳ افغانۍ ورکړل شوې.