په سرپل کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو ستونزو ته د لاسرسي په موخه ناسته تر سره شوه

anwari_morr

د سرپل ولايت د مرستيال والي په مشرۍ په دغه ولايت کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو ستونزو ته د لاسرسي په موخه د لړم په ۲۳مه ناسته تر سره شوه.
د سرپل ولايت د مرستيال والي ملا محمد نادر حقجوی د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو تر وخته د ځانګړي موقتي کمپ د جوړولو له پاره د مناسب ځای پر ټاکلو خبرې وکړې او له دولتي ادارو څخه يې د همکاريو غوښتنه وکړه.
وروسته د اقتصاد، پوهنې، طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې او سرې مياشتې ادارې رئيسانو د کمپ د جوړولو او د اجباري راستنېدونکو د ځای پر ځای کېدو په موخه د اړتيا وړ خمېو برابرولو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د ذکر شوو ادارو استازو د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.