بلخ کې بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)

د (UNHCR) موسسې له لورې د بلخ ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۰ بېځايه شوو کورنيو سره د غيرې خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.

يادې کورنۍ چې له بېلابېلو ولاليتونو او د بلخ ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غويي په ۲۶ مه هرې کورنۍ ته يوه ۵ کيلو يي ګاز ډبه، ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه،۲ د اوبو بوشکې، ۳ دانې مېګرې، ۲ متره رخت او ۶ دانې صابونونه ورکړل شول.