له شپږ زرو زيات راستنېدونکي په تورخم کې د ګمارل شوې کمېټې له لوري ثبت شوي
په تورخم کې د ګمارل شوې تخنيکي کمېټې له لوري د لړم د ۱۵ څخه تر ۲۲مې نېټې پورې شپږ زره او ۵۶۸ راستنېدونکي ثبت شوي.
ديادو ثبت شوو کسانو له ډلې ۴۹۹ تنه يې لېسانس، ۲۳۱تنه يې حافظان، ۹۷ تنه يې د مدرسې فارغان،۴۵۹ تنه يې دولسم پاسان ، ۲ زره او ۴۲ تنه يې مسلکي حرفولرونکي او ۳ زره او ۲۴۰ تنه نور يې غربيکاره وو.