۵۶ زره او ۸۵۸  اجباري راستنېدونکي  د هېواد په پولو کې د عالي کميسيون د ګمارل شوو کمېټو له خدمتونو څخه برخمن شول

anwari_morr
-

۵۶ زره او ۸۵۸ اجباري راستنېدونکي د لړم په ۲۲مه  د هېواد په پولو کې د عالي کميسېون  د ګمارل شوو کمېټو له خدماتو څخه برخمن شوي دي.
د ياد کميسېون د دارالانشاء د معلوماتو پر بنسټ د ننګرهار ولايت  په تورخم کې ګمارل شوې کمېټې ۱۳۸ کورنۍ، چې ۱۶۷۵ تنه کېږي ثبت کړي، چې له ډلې يې ۱۷۴ کورنۍ مهاجر او ۱۹ کورنۍ يې متقلب ثابت کړي، ۲ زره او ۶۹ سيمکارتونه يې وېشلي، ۱۵۰ ورقې ورک شوي اسناد يې پيدا کړي او مالکانو ته يې سپارلي، ۲۲ زره او ۵۰ تنو ته خواړه برابر شوي، ۱۰۰ کمپلې، ۱۲۰ فرشونه  د مؤسسو مرستې او همدارنګه ۲۰۰ د څښاک د اوبو کڅوړې او ۴۹۰ دانې پټوان وېشل شوي دي.
همدارنګه د خالد بن وليد قول اردو د روغتيايي مرکز، سرې مياشتې ادارې له لوري ۱۱ زره او ۹۹۰ تنه د بېلا بېلو روغتيايي خدماتو څخه برخمن شوي، ۲۰۰ تنو ته د يو سوادګر له لوري پاخه شوي خواړه او ۱۰۰ کمپلې وېشل شوې، د اوبو يو زرو او ۴۰۰ ذخيرې بشپړې شوې، يو زرو او ۱۶۹ تنه خپلو سيمو ته لېږل شوي او ۵۵۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوي دي.
همدارنګه ۴۵ تنه دولسم پاسان، ۱۰ تنه بکلوريا، ۳ تنه لېسانس، ۱۴ تنه حافظان، ۴۰۲ تنه حرفوي زده کړو لرونکي  او ۸۳۸ تنه غريبکاره وو.
سرچينې زياتوي، چې د قندهار ولايت په سپين بولدک کې ګمارل شوې کمېټې د لړم په ۲۲مه  ۴ زره او ۷۹ تنه د ۳  بې سرپرسته ماشومانو په ګډون  ثبت شوي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي، يو زرو او ۹۰ تنه په ۵۱ موټرو کې قندهار، هرات، زابل، کابل، غزني او روزګان ولايتونو ته لېږل شوي او ۲ سوه او ۲۷ زره افغانۍ ورته د کرايه له پاره ورکړل شوې دي.
د سرچينې په خبره، ګمارل شوې کمېټې د پکتيکا ولايت په انګور هډه کې  ۷۹ تنه ثبت شوي، ۲۴ تنو ته سيمکارتونه ورکړل شوي، ۳۰ خېمې په شرنې کمپ کې لږول شوي او ۲۲ خېمې په تروې کمپ کې لږول شوې او له دې سربېره د انګور هډې کمپ کې د تشنابونو جوړل، يو زره او ۵۰۰ لېتره اوبو ذخيره هم نصب شوې ده.
همدارنګه ګمارل شوې کمېټې په پکتيکا ولايټ کې ۲۲۰ تنو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي، د غرمې وچه ډوډۍ  او پاخه شوي خواړه  ورکړل شوي او يو زرو او ۱۱ تنو هر يو ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
په همدې توګه په زابل ولايت کې د فرضې کرښې تر څېرمه د راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه ۷۵ خېمې لږول شوي او خدماتو ته چمتو دي.
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې ۴۰ کورنۍ، ۱۳۶ تنه اجباري راستنېدونکي، يو زرو او ۳۴۵ تنه اجباري مجردان، يو زرو او ۵۴۵ تنه په خپله خوښه مجردان ثبت شوي او ۴۲ کورنۍ  او ۲۹۸ مجردان د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
همدارنګه ۲۵ کورنۍ،چې ۹۴ تنه کېږي د نميروز ولايت په ورېښمو پل کې ثبت  او ۲۳ کورنۍ په موقتي کمپ کې ځای پرځای شوي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
په همدې توګه په يادو سرحداتو کې د ذکر شوو خدماتو سربېره په بېلابېلو برخو کې ديني تعليم او عامه پوهاوی ترسره شوی او په يوشمېر سيمو کې تبليغاتي بنرونه هم لږول شوي دي.