لغمان کې د اجباري راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه موقتي کمپ جوړ شو

anwari_morr
-

د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د اجباري راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه د لړم په ۱۸مه د موقتي کمپ د جوړېدو خبر ورکړ.
ياد کمپ د لغمان مرکز اړوند په سرخکانو سيمه کې د لغمان ولايت د والي او يو شمېر سيمه ييزو ادارو د استازو په شتون کې پرانيسل شو.
د ياد ولايت د مهاجرينوو چارو د سرپرست رئيس مولوي حبيب الرحمن ارباب په خبره په دغه کمپ کې يې د اجباري راستنېدونکو د ښه راغلاست له پاره ۱۴۰ خېمې نصب او د برېښنا  د تامين په برخه کې يې هم ډاډ ورکړ.