فراه کې ۳۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د فراه ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۳۰ بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته د لړم په ۱۸مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې ۱۵ زره او ۱۷ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
همدارنګه د ياد رياست استازو د فراه ولايت د روغتيا رياست د مسؤلينو سره يو ځای له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو له کمپ څخه ليدنه وکړه او د روغتيايي، خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش څخه يې څارنه وکړه.