د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د هرات، اسلام قلعه له صفري نقطې لیدنه وکړه

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۸/۱۹ - ۲۰:۳۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني هرات ولایت ته د کاري سفر پرمهال د اسلام قلعه بندر او د مهاجرینو له سرحدي امریت څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د راستنېدونکو عالي کمیسیون رئیس، د هرات د مهاجرینو رئیس او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله
ښاغلي حقاني ددغه پولې اړوند له مسؤلینو سره خبرې وکړې او د راستنېدونکو مهاجرینو په اړه یې هراړخيز معلومات ترلاسه کړل
ښاغلي حقاني د کارونو په چټکتیا ټینګار وکړ او د مهاجرینو د تثبیت، استقبال او خدماتو په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته