هلمند کې د راستنېدونکو د پېژندنې په موخه يوه کمېټه جوړه شوه
هلمند کې د پاکستان څخه د اجباري راستنېدنکو د پېژندنې په موخه د لړم په ۱۵مه يوه کمېټه جوړه شوه.
د يادې کمېټې رياست د قومونو او قبايلو چارو رياست نظامي کارشناس مولوي سراج او مرستيالي يې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رئيس مولوي زاهد په غاړه لري او د سرې مياشتې، پوليسو، استخباراتو، احصايه او معلوماتو او روغتيا وزارت استازي يې غړيتوب لري.
يادې کمېټې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو د ثبت او پېژندنې د پروسې د پيل او بشپړولو په موخه د بهرامچې ولسوالۍ ته سفر وکړ.