له پاکستان څخه له ۵۰ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ننګرهار ولايت تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټې آمريت د راپور پر بنسټ د جمعې شپې له نيمايي څخه د شنبې تر سهاره پورې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان مهاجر د لړم په ۱۳مه هېواد ته راستانه شول.
د يادې کمېټې د راپور پر بنسټ ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ، چې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه کېږي د پاکستان څخه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او د راستنېدونکو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټه کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.