د وزارت د۵ اعلان شوو بستونو ليکنۍ ازموينه واخيستل شوه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۳:۵۶
-

د قندهار، پکتيا، هلمند، نيمروز او بدخشان ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو اړوند د  معلوماتو د ثبت  د مسلکي غړي ۵ بستونه، چې مخکې اعلان شوي وو د مهاجرينو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست له لوري يې ليکنۍ ازموينه واخيستل شوه.
په دې ازموينه کې د ګډون کووونکو شمېر ۱۳تنه و، چې په پام کې ده، د ازموينې له پايلې وروسته  له  دوی څخه هغه ۵  تنه انتخاب شي چې لوړې نومرې یې تر لاسه کړې وي او د يادو ولايتونو  د مهاجرينو چارو رياستونو ته به  ور وپېژندل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د کډوالو لپاره د خدمتونو لاښه کولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه د مختلفو بنسټونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له جګړې د اغېزمنو ماشومانو، خدمات اجتماعي زنان، انکشافي و اجتماعي رازي، د بېړنیو بشري مرستو خیریه سازمان او په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

بېرته خبرونه ته