د پاکستان او ايران  څخه له ۷  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د ننګرهار او هرات ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو د ايران او پاکستان څخه د لړم په ۲مه د ۷ زره او ۴۳۷ تنه  افغان مهاجرينو د راستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولايت د تورخم  د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ۷۲۵ کورنۍ، چې څلور زره او ۹۳ کېږي په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
 سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.
د يو بل خبر له مخې ۳ زره او ۳۴۴ تنه افغان مهاجر د هرات ولايت د اسلام قلعې له لارې په خپله خوښه او جبري توګه د لړم په ۲مه هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات ولايت د اسلام قلعې د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د يادو کسانو له ډلې چې پکې کورنۍ او مجردين شامل وو۳۶۹ تنه يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال  سازمان  ته ور پېژندل شوي، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې دي.