د هېواد په  يو شمېر ولايتونو کې له ۱۹ زرو زياتو کورنيو سره  مرستې  شوې

anwari_morr
-

په تېره  تلې مياشت کې په ۲۱ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو  له لارې له ۱۹ زرو زياتو کورنيو سره  مرستې شوې.
په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو د راپور له مخې ۱۹ زره ۹۲۸ کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په هرات، بادغيس، سمنګان، بلخ، سرپل، ننګرهار، ميدان وردګ، جوزجان، باميان، قندهار، بدخشان، کاپيسا، پروان، بغلان، پکتيکا، نورستان، کندز، خوست او لغمان  ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو  په همکارۍ د يو شمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو  په مالي مرستې  ترسره شوې دي.
سرچينې زياتوي، چې په  يادو وېشل شوو مرستو کې د خوراکي توکو او روغتيايي کڅوړې، نغدې پېسې، خېمې، کرنيزې کڅوړې، د کور وسايل، شېدې لرونکې وزې، د خیاطۍ ماشین، د وړيو د اوبدلو ماشين او د صابون د جوړولو  وسايل وېشل شوي دي.