د ايران څخه له درې  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د ايران څخه درې زره او ۲۴۲  تنه افغان مهاجر د تلې په ۳۰ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۰۳ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.