ننګرهار کې د جبري راستنېدونکو له پاره موقتي کمپ د جوړېدو کار شروع شو

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت په لعل پورې ولسوالۍ کې د جبري راستنېدونکو له پاره د موقتي کمپ د جوړېدو کار د تلې په ۲۶مه شروع شو.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چار وزارت مسلکي مرستيال او د جبري راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدو د موقتې کمېټې د کميسېون رئيس مولوي عبدالرحمن راشد د موقتي کمپ د جوړېدو د کمېټې له غړو سره، چې ۵۰۰ کورنيو پکې ځايږي په  لعل پورې ولسوالۍ کې د ياد کمپ پرانيسته وکړه.

ښاغلي راشد وويل، چې د عاليقدر رئيس الوزرا د لارښوونې پر بنسټ ياد کمپ د هغو جبري راستنېدونکو د ځای پرځای کېدنې او اسنادو د طی مراحلو له پاره جوړيږي، چې د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي

مسلکي مرستيال پر راستنېدونکو د بېړنيو بشري مرستو د وېش يادونه وکړه او ويې ويل، چې د ياد کمپ د جوړېدو څخه يې موخه راستنېدونکو ته ښه لاسرسي او په دغه کمپ کې به پر هغوی د خوراکي، غير خوراکي توکي او درمل هم وېشل کېږي.