سمنګان کې ۲۹ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لارې په دغه ولايت کې د تلې په ۲۵مه ۲۹ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې ۲۷ زره او ۵۰۰ او ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدې وېشل شوې دي.