له ایران څخه څه باندې درې زره مهاجر هېواد ته راستانه شول
د میزان په ۲۳مه له ایران څخه درې زره او ۱۳۳ افغان مهاجرین په جبري او خپله خوښه خپل هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو له جملې د کورنيو او مجردانو په ګډون ٣١٦ تنه اړ او زیانمن کسان تشخیص او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفتر ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه ور وپېژندل شول چې خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.