غزني کې ۶۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
۶۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو سره د غزني ولايت په واغظ ولسوالۍ کې د تلې په ۱۸مه نغدي مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته په دوو کټګوريو کې ۱۰ زره او ۱۱ زره افغانۍ ووېشل شوې.