له درې  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه درې زره او ۶۱  تنه افغان مهاجر د تلې په ۱۶مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو چې له ډلې يې ۴۵۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.