له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه درې زره او ۶۱ تنه افغان مهاجر د تلې په ۱۶مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو چې له ډلې يې ۴۵۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.