د پاکستان څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
![-](/sites/default/files/2023-10/%D9%82%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B11.jpg)
د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د پاکستان څخه ۳۸۴ کورنۍ، چې دوه زره او ۳۲۴ تنه کېږي د تلې په ۱۶مه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې په يادو راستنېدونکو کې ۳۰۳ کورنۍ، چې يو زره ۸۰۲ تنه او د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې ۸۱ کورنۍ، چې ۵۸۸ تنه کېږي او د پاکستان د کوېټې له زندانه ۷۸ تنه نور آزاد شوي افغانان هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره يادې کورنۍ د مهاجرينو چارو ادارو د ثبت څخه وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.