په هرات ولایت کې د زلزلې زیانونو په اړه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه

anwari_morr

شنبه، ۲۲ ربيع الأول ۱۴۴۵/ ۱۵ تله ۱۴۰۲کابل

په ډېرې خواشینۍ سره، چې د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې د شدیدې زلزلې له امله لسګونه هېوادوال په شهادت رسېدلي او سلګونه نور ټپیان شوي دي
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت شهیدانو ته د لوی رب - جل جلاله - له دربار څخه د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي
ددې ترڅنګ د هرات ولایت د مهاجرینو چارو ریاست ته لارښوونه کېږي، چې هرڅه ژر د بېځایه شوو کورنیو اړتیاوې تدارک او په اړه یې له همکارو موسساتو سره په همغږۍ عاجل اقدامات ترسره کړي
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت همدا راز په ټولو خیریه بنسټونو، موسساتو، ملي تجارانو او شتمنو هېوادوالو غږ کوي، چې ژر تر ژره د مهاجرینو چارو وزارت او اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ خپلې هرډول اړینې او بیړنۍ مرستې سیمې ته ورسوي