د پاکستان څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د وږي د ۱۴مې څخه د تلې تر ۱۴ مې ڼېټې پورې له پاکستان څخه د درې زره او ۱۸۰ تنه افغان مهاجرو د راستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمر په خبره يادو راستنېدونکو قانوني اسناد نه لرل، چې په جبري توګه افغانستان ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې يادې هرې راستنېدونکې کورنۍ سره د مهاجرت نړيوال سازمان په مالي مرسته د تلې د ۹مې څخه تر ۱۴مې سل سلنه او د هغه را وروسته ۲۰ سلنه نغدي او د کور د اړتيا وړ توکو مرسته شوې.
د يوبل خبر له مخې، ۵ تنه نور ماشومان د تورخم له لارې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي او د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره ياد ماشومان په داسې حال کې هېواد ته راستانه شوي، چې د دوی په خبره،چې دد وی مور په پاکستان کې ورکې شوي او پلار يې د هغې په پيدا کولو پسې ګرځي.
سرچينې زياتوي، چې ياد ماشومان د مهاجرينو چارو آمريت له لورې د موسسه بازسازي بلند افغانستان مؤسسې مسؤلينو ته سپارل شوي ترڅوورسره لومړنۍ بشري مرستې ترسره شي.