بلخ کې ۸ کورنيو سره مرستې وشوې

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۸ بېځايه شوو کورنيو سره د تلې په ۱۲ مه د خوراکي توکو دوېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې مخکې د بلخ ولايت مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د افغانستان او امريکا د دوستۍ بنسټ په مالي مرسته د ياد رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.