د مرکزي بغلان ولسوالۍ د راستنېدونکو په ښارګوټي کې يو ښوونځی جوړيږي

anwari_morr
-

 د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ د راستنېدونکو په ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته  يو لومړنی ښوونځی جوړيږي.
د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې د ياد ښوونځي له پاره سيمه تېره ورځ د مهاجرينو چارو د رئيس الحاج محمد ابراهيم عمري او د دغه ولايت د يو شمېر مسؤولينو له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ترس بريچ شرکت انجينرانو ته، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره يې قرارداد کړی مشخصه او د ودانۍ د جوړېدو له پاره وسپارل شوه.
د ويلو ده، چې د ياد ښوونځي ودانۍ ۸ درسي خونې، ۵ تشنابونه، د لمريزې برېښنا سيستم، د اوبو ذخيره، د احاطې دېوال، د ساتونونکوخونه، شنه سيمه، د زده کوونکو له پاره د لوبو وسايل او د اوبو ژوره څاه لري، چې د ولايت مقام په همکارۍ د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې د ترس بريچ شرکت له لوري جوړيږي.