په یو شمېر ولایتونو کې له  څلور زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې

anwari_morr
-

په لسو ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې د تلې د لومړۍ نېټې څخه تر ٦ مې نېټې پورې څلور زره او ١٣٤ کورنيو سره  مرستې شوې.

يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په قندرهار، ننګرهار، خوست، پکتيکا، بغلان، سرپل، بامیان، جوزجان، پروان او بلخ ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو  په همکارۍ او څارنې د يو شمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو له خواه  ورسره د نغدو پیسو؛ خوراکي توکو، ژمنيو، کرنيزو او روغتيايي کڅوړو، د وړيو د اوبدلو د ماشین، د صابون د توليد د وسایلو او شېدو لرونکو وزو مرستې شوې.