خوست کې زرګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
-

د خوست ولايت د مهاجرينو چارو ریاست په دغه و لايت کې  ٨ زره او ٢٧ وزیرستانيو بېځايه شوو کورنيو ته د وږي په ٦ مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.

یادې کورنۍ چې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په ګربز ولسوالۍ او ګيلان کمپ کې سروې شوې وې، چې د خوراک نړيوال سازمان په مالي مرسته دمهاجرينو چارو ریاست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ٤ قلمه خوراکي توکې ووېشل شول.