پروان کې له مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د تلې په ۳مه د دغه ولايت د مرستيال والي په مشرۍ د مؤسسو سره د همغږۍ د ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړ.
مرستيال والي په بېلابېلو برخو کې د يادو ادارو د فعاليتونو څخه مننه وکړه، د راستنېدونکو او بېځايه شوو د شته ستونزو يادونه يې وکړه او هغه ته يې لاسرسی يو ديني او شرعي مکلفيت وباله.
هغه له مؤسسو څخه غوښتنه وکړه، چې د مرستو وېشلو او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د کار موندنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د ناستې په دوام کې سکتوري ادارو او بنسټونو د خپلو فعاليتونو راپورونه وړاندې کړل او له راستنېدونکو او بېځايه شوو سره يې د لا زياتو مرستو ژمنه وکړه.