د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د تورخم څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د خپل سفر په دويمه ورځ د تلې په ۳مه په تورخم کې د مهاجرت نړيوال سازمان له دفتر څخه ليدنه وکړه.
د مهاجرت نړيوال سازمان د ختيځ زون د دفتر مسؤلينو د يادې ادارې د فعاليتونو په اړه وويل، چې ياد سازمان په تورخم کې د شپې له طرفه د راستنېدونکو د ځای پرځای کېدو، درملنې، لومړنيو مرستو، نغدي پيسو او خوراکي توکو د وېش لپاره مناسب ځای چمتو کړی او د لا اسانتياوو د برابرولو له پاره هڅې کوي.
ښاغلي راشد د ياد سازمان د همکاريو څخه مننه وکړه او د مرستو دوېش په روڼتيا او د خدماتو پر وړاندې کولو يې ټينګار وکړ.
مسلکي مرستيال او ورسره مل پلاوي د ننګرهار ولايت مرستيال والي سره يوځای د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم صفري نقطې څخه ليدنه وکړه او د راستنېدونکو پر وړاندې د تګ راتګ شته ستونزې يې وڅېړلې.
هغه همدارنګه په لعل پورې او مومند درې ولسواليو کې د ۹۰۰ جريبه دولتي ځمکې له ساحې، چې د راستنېدونکو له پاره پکې يو موقتي کمپ جوړيږي هم ليدنه وکړه.