جوزجان کې له ۲۰۰ زياتو کورنيو سره د وړيو د اوبدلو او نغدي مرستې وشوې

د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۲۴۶ کورنيو ته د تلې په ۳مه د وړيو د اوبدلو د وسايلو او نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ د جوزجان ولايت د مهاجرينو رياست د پلاوي له لورې د شبرغان ښار په ۹ قريو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې، چې له ډلې يې ۲۰۰ کورنيو هرې کورنۍ ته د وړيو د اوبدلو ماشين، د لمريزې برېښنا تختې، د وړيو د اوبدلو شانه، يو اندازه وړۍ او ۴۶ نورو کورنيو ته په دوو کټګوريو کې ۲۷ زره او ۵۰۰ او ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست ترڅارنې لاندې ووېشل شوې.