د وزارت مسلکي مرستيال ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

sadam_morr
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د تلې په ۲مه د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته ولاړ.
ښاغلی راشد د رياست الوزرا د حکم پر اساس د يو پلاوي په مشرۍ، چې پکې د کرنې او مالدارۍ، روغتيا، طبيعي پېښو، د کليو پراختيا او سرې میاشتې استازو په ګډون ننګرهار ولايت ته د راستنېدونکو د وضعيت د څېړلو، سرپناه او هغوی ته د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه ننګرهار ولايت ته سفر وکړ.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست څخه د ليدنې پرمهال مسلکي مرستيال  ژمنه وکړه، چې په دغه ولايت کې به د راستنېدونکو او بېځايه شوو په برخه کې د مهاجرينو چارو رئيس له لوري مطرح شوې ستونزې حل کړي.
همدرانګه مسلکي مرستيال او ورسره مل پلاوي د ننګرهار ولايت له والي مولوي محمد نعيم اخندزاده سره هم ليدنه وکړه او د اړوندو ادارو ترمنځ يې د ګډې کمېټې پر جوړولو، راستنېدونکو ته د استوګنې، مرستو او نورو اسانتياوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
د ننګرهار والي د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال خبرې تائيد او د همکاريو ډاډ يې ورکړ.