ننګرهار کې له ايران او پاکستان څخه لسګونه  ډيپورت شوو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-

ننګرهار کې له ايران او پاکستان څخه ۵۴ ډيپورت شوو سره د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د وږي په ۲۹مه نغدي مرستې وشوې.
ياد کسان د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د مرستو له پاره مستحق په نښه شوي وو، چې هر تن ته ۱۲ زره افغانۍ او يوه يوه روغتيايي کڅوړه د مهاجرت نړۍوال سازمان له لوري ورکړل شوه.
د يوه بل خبر له مخې د کامې او بهسودو ولسواليو کې ۴۰ تنو نورو ته  د ژوغورنې نړۍوالې کمېټې له لوري په دوو کټګوريو کې ۱۴ زره او ۱۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.